سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيسیاست کښي د رياستونو ملګرتيا د ګټو په اساس ده۔

سیاست کښي د رياستونو ملګرتيا د ګټو په اساس ده۔

لیکنه: الهام ملاخېل

په سیاست کښي د رياستونو ملګرتيا د مفاداتو په اساس وي او دوستي مستقل نه وي د يو رياست له کورنيو شخړو څخه نړيوال بدماشان خپلې ګټې پورته کوي.

نړۍ دا وخت هوبهو د يو کلي حيثيت لري د کلي چارې، ښه او بد، دوستي او دښمني او د هغوی تر شا لاس خامخا د یو يا دوه سردارانو ،ملکانو او خانانو پکښې وي چي د خپلو ذاتي تعصباتو او مفاداتو د پاره کليوال خلک او پردي کورنه پکښې استعمالوي په افغانستان کښې د امريکا دوستي،روس دوستي، پاکستان دوستي دا ټول د افغانستان د ابادي د پاره نه بلکې د خپلو مفاداتو او غرضونو د پاره دي تاسې لږ تېر تاریخ ولولئ.

دا وخت د نړۍ لوی بدماش امريکا دی ورسره په څنګ کښې واړه بدماشان پيدا سوي دي نو امريکا غواړي چي د خپلې بدماشۍ برقرار ساتلو د پاره د دغه نويو بدماشانو مخه ونيسي او هغه مخنيوی په خپل کور کښې نه بلکې د بل غریب ملک په کور کښې د نوي بدماشانو خلاف کارونه کوي د غريب ملک د کور د ننه مسلې او د هغوی غ حل په نوم امريکا هغه ملک خطاباسي چي زه مو کومک کوم پيسې درکوم پلانيه تاته باچاهي درکوم ته د پلاني بدماش خلاف زما د پاره کار کوه تاسې د افغانستان مسله درواخلئ

هيڅوک د افغانستان د تعليم، انصاف، ښځينه حقوقو ،انسانيت او طرز نظام په اساس په افغانستان بنديزونه نه لګوي او يا کومکونه نه ورکوي بلکه فقط د خپلو مفاداتو د پاره اوبه خړوي چي ماهيان پکښې ونيسي.

افغانستان په ګاونډ کښې لوی دښمن لري چي پاکستان دی دښمني یې په جغرافيه د ګوا د افغانستان لويه برخه منځکه یې نيولې ده افغانستان هغه منځکه ورکول نه مني

نو پاکستان وخت او حالاتو ته ګوري کله چي په افغانستان کښې امريکا او د روس د مفاداتو د جنګ خبره راځي چونکه دواړه بدماشان دي دلته په افغانستان کښې د ننه غریبان ناپوه لګيا دي يو روس ته وائي ته کومک ماته راکړه چي زه ستا نظام او ستاسو ملګرتيا وکړم دا بل وایی امريکا چي ته زما کومک وکړه چي ستا دښمن زه درووهم نو روس راځي خپلو يارانو افغانستان ته او د آمريکا ياران راتښتي د امريکا بل يار ملک ته چي نوم یې پاکستان دی دا بیا د افغانستان بربادي ته ناست دی ولې چي دښمني ورسره لري آمريکا د پاکستان له لارې خپل جنګ او بدماشي د روس خلاف د پاکستان او مجاهدينو له لارې په افغانستان کښې ترسره کوي روس بیا براراست افغانستان ته خپلو ملګرو ته راغلی دی.

ګواکې له شا يې بدماشان دي خپله بدماشي مالوموي نور د ابادۍ او سوکالۍ يا د وطن د جوړيدو مطلب نسته او د پاکستان بیا وائي چي زه به خپل دوست او لوی بدماش خان صاب هم خوشحاله کړم ډالر به هم جېب ته کړم او خپل دښمن به هم ووهم ګوا له دغه سره هم کوم نظرياتي یا سیاسي غم نسته بل اخر روس بدماشي پرېږدي او خپل ملګري یې له افغانستان وځي امريکا خپله بدماشي لا پخوي

همدغه د امريکا او پاکستان ملګري افغانستان ته ځي باچاهي جوړوي.

دلته دغه همسايه دښمن بیا راولاړېږي وائي چي زما دا دښمن افغانستان جوړ نه سي که جوړ سو ما خرابوي ګوا اسلام او نظريه او ملګرتيا نسته په افغانستان کښې کورنی جنګ شروع کېږي بیا هلته يوه ډله پيدا کېږي د هغه وخت د حکومت خلاف چي توالبان ورته وائي پاکستان بیا هغه خپل ملک ته رابلي کومک ورکوي ورته وائي ستاسو ملګری یم بس ته جنګ کوه فتحې کوه اسلحه او کومک ماته پرېږده ګوا د پاکستان مطلب او مقصد صرف د افغانستان بربادي ده او بس ګوا توالبان د مجاهدينو خلاف ميدان ته راوتلل او پاکستان یې همايت شروع کړ حالانکه هم هغه مجاهدين د پاکستان ملګري او پاکستان یې کلک کومک او ملاتړ کاوه

بیا چي کله په نړيواله کچه امريکا خپله بدماشي بیا په اشیا کښې کوله نو د توالبانو د طرز نظام او مختليفو بهانو یې په نړۍ غږ وکړ او دلته د افغانستان د کور هغه خلک چي د توالبانو خلاف وو ورسره همغږي سول امريکا یې راوستل آمريکا ورته وويل چي داسې افغانستان به در جوړ کم چي ته به حیران سې بیا د‌همدغه امريکا د پاره پاکستان د همدغه توالبانو خلاف حرکتونه پيل کړل وروسته یې باقاعده همدغه توالبان خپل کور ته راوستل د امريکا په خوله یې پټ هلته افغانستان ته لېږل پاکستان او امريکه دواړه خپل خپل په مقصدو او ګټو لګيا وو وطن د افغانانو بربادېدل مړي د افغانانو کېدل نيم افغانان د امريکا په ملګرتيا او هيله لګيا وو نوم د پاکستان چين او روس په ملګرتيا په خپل مېنځ کښې جنګېدل بیا هغه وو چي امريکا خپل ملګري او جوړ کړی حکومت يواځې پرېښودل بلکه په مجلس کښې لا ځای ور نه کړ امريکا له توالبانو سره پ قطر کښې روغه وکړله ګواکې آمريکا چي ويل چي افغانستان به له نوي سره جوړو توالبان به ختموو دا دهش ګر دي پلانا او بسطانا خو موږ ټول حقايق وليدل وس بیا هم هغه د امريکا افغانان زاړه ملګري لګيا دي د توالبانو خلاف له امريکا او نورو افغان دښمنه او نړيوالو بدماشانو څخه کومک غواړي او په وطن د جنګ اراده لري.

د افغانانو او نړيوالو بدماشانو وس يوه بهانه په کار د چي څنګه د توالبانو خلاف د جنګ جواز جوړ کړي چي بیا خپلې ګټې او خپله بدماشي په جنوبي اسیا کښې پر مخ بوځي

دا زموږ د وطن سیاست ،حقیقت او تاريخ دی

له بده مرغه موږ پښتانه افغانان له پينځوس کلن کورني جنګ ، پرديو نړيوالو بدماشانو او د هغوی لپاره د جنګېدلو څخه يو څه هم نه دي زده کړي.

وس هم لا په هغه زاړه خره سپاره يو ته مجاهد یې ،ته توالب یې ، ته خلقي یې ، ته د پاکستان پيداوار یې ، ته د روس پيداوار یې ، ته د امريکا پيداوار یې حالانکه دا ټول مجلسونه په حقيقت کښې درواغ دي.

دا وخت چي له ډېر اوږده ناورين څخه افغانان خدای پاک تر ډېره حده بچاو کړي دي مرګونه ختم سوي دي امن راغلی دی د افغانستان جغرافيه له تقسیم څخه بچاو سوې د دا ډېره لويه خبره د توالبان هم افغانان دي واک له هغوی سره دی د افغانستان استقلال او اراضي تماميت یې ساتلی دی جنګ بند دی ترقیاتي کارونه شروع دي ګوا لويې لويې مسلې په حل کېدو دي خو يو څو وړې مسلې دي چي لا نه دي حل سوې بس نو دلته افغانان بیا راغورځېدلي چي دا مسلې نو ولې نه حل کېږي.

ګوا خبره په دغه مسلو وس بیا د جنګ په خوا ده

او که دا وار جنګ پيل سو دا وار به موجوده ټول افغانستان له مېنځه ځي بیا نو دي افغانان او پښتانه نوم په ايران نيم په پاکستان نيم تاجکستان نيم چيري او چيري …….

که موږ وایو چي وروره له توالبانو سره اختلاف وکه خو د جنګ تر حده نه که دغه وړې مسلې څه وخت وځنډېږي کوم اسمان نه رانړېږي که توالبان لاره نه وړي ستاسو مجلسونه يا مطالبې نه مني سر زوري کوي لږ بیا تاسې ګوزاره وکړئ

خو بس دوی وائي نه نه موږ افغانستان سم جوړو په يو وار یې مريخ ته خېژوو.

ياد لرئ په سیاست کښې ټول عمر ګټې نه وي تاوانونه وي نو بیا په تاوان کښې کوشنی او غټ تاوان وي نو که رښتيا سیاست کول غواړي بیا نو ګټه خو هسې هم نسته خبره په تاوان کښې بنده د نو له لوی تاوان څخه بیا ښه سياست د کوشني تاوان منل يا په غاړه وړل دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه