دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمد صادق وايي، افغان ښځينه او نارينه زده کړيالان په پاکستان کې...

محمد صادق وايي، افغان ښځينه او نارينه زده کړيالان په پاکستان کې زده کړو ته لېواله دي.

ويب ډيسک

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، افغان ښځينه او نارينه زده کړيالان په پاکستان کې زده کړو ته لېواله دي.

هغه په اېکس کې داسې انځورونه خپاره کړل چې ښيي لسګونو افغان زده کړيالانو په پېښور او کوټه کې د علامه اقبال سکالرشپونو په ازموینه کې برخه اخیستې ده.

ښاغلی صادق زیاتوي چې د ازموینې په مرکزونو کې د دغو محصلینو شتون په پاکستان کې له زده کړو سره د هغوی علاقه او لېوالتیا ښيي.

افغان واکمنو په افغانستان کې له واک ته د رسېدو راهیسې ښوونځي او پوهنتونونه د ښځینه زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

په وروستۍ قضیه کې، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له خوا د افغان واکمنو د مشر د یوه فرمان په صادرولو سره په هغو روغتيايي انسټيټيوټونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه، چې د نجونو د زده کړو لپاره د هیلو ورستۍ کړکۍ بلل کېده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه