سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپه خوب کې د خرېدو / خرهار(snore) لاملونه

په خوب کې د خرېدو / خرهار(snore) لاملونه

لیکواله: نګینه همراز

– موږ چې ویده کېږو زموږ ټول عضلات ارامېږي یا په بله مانا شلېږي.هغه عضلات چې زموږ د تنفسي سیستم په لاره کې وي هم له دې امره مستثنا نه دي.
– له ۵۰ پورته نران ۲۵٪ دا عادت لري چې ویده شي نو خر خر یې اچولی وي. د سگرټو، قیلون او تنباکو مصرف او چاغ والی یې لومړني لاملونه دي.
– د ساه اخیستلو ډېر حجم د خوب پر مهال د پوزې له لارې وي او یوه اندازه هم د خولې له لارې چې دا دواړه په حلق کې سره یو ځای کېږي.
– کله چې د حلق هوايي لاره نرۍ شي او د هوا جریان سست شي همدا مو وړه ژبه لړزوي، تالو او د حلق گونځې لړزېږي چې همدا شدت د خرهار باعث کېږي.
– دغه ډول چې د چا خېټه مبارکه لویه وي، د نس پر احشاء فشار واردوي، او همدا لامل دی چې د وینې آکسیجن کمېږي او عضلات شلېږي.

کېدای شي نور علتونه هم ولري خو مهم یې دا پورته دلایل وو، یا بل هر داسې مرض چې د وینې د آکسیجن د کمېدو او د سینې د قفس د فعالیتونو گراف کموي او یا محدودوي د خر خر کولو یا خرېدا باعث گرځي.
ــــــــــــــ
په کور کې یې د حل لاره:
– ځان ډنگر کړئ.که لټان یاست بیا په ورځ کې سهار سهار لږ تر لږه ۲۰ ځله ژوره ساه واخلئ.
– له سگرټ او سگرټ ته ورته شیانو څخه استفاده مه کوئ.
– په سنت طریقه ویده شئ.مانا ډېر دروند او وزمینه ویده شئ.
– خپل بالښت لږ کلک او لوړ کړئ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه