سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا د دوه هېوادو پرته د نړۍ په نورو هېوادو مرستې بندې...

امریکا د دوه هېوادو پرته د نړۍ په نورو هېوادو مرستې بندې کړې

ویب ډیسک

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر، مارکو روبیو پرون په یو یاداشت کې د مصر او اسراییلو پرته د نړۍ په ټولو هیوادونو د امریکا مرستې بندې کړې.

 

د بهرنیو چارو وزارت دغه یاداشت کې لیکل شوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجنډا سره سم هېڅ نوې مالي مرستې باید ونشي او نه هم د پخوانیو مرستو موده تمدید شي.

 

د وزارت په یاداشت کې په هکله څه نه دي ویل شوي چې دا مرستې ولې بندې شوي خو یوازې دومره یې ویلي چې تر هغې دې دا مرستې بندې وي تر څو د نویو او پخوانیو مرستو د ارزیابۍ او منل کېدو پروسه نه وي بشپړه شوې.

 

د بهرنیو چارو وزیر د ارزیابۍ پیل کېدو او بشپړیدو نېټه هم نه ده یاده کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه