یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهستانکزی: له زده کړو د نجونو منع کول زمونږ د طبیعت خبره...

ستانکزی: له زده کړو د نجونو منع کول زمونږ د طبیعت خبره ده نه د شریعت

ويب ډيسک

 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته یو ځل بیا تُندغبرګون ښودلې او ویلي دي چې د زده کړو د بندیز پریکړه د ” اسلامي شریعت” پر اساس نه ده بلکې د طالبانو ” طبیعت” پر اساس پریکړه کړه.

 

شیر محمد عباس ستانکزي د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۸( مرغومې ۲۹) د ایکس پر خپله پاڼه د خپلې هغې وینا یوه برخه خپره کړې چې د خوست په ولایت کې د یوې دیني مدرسې د فارغونو د فراغت غونډې ته یې په همدې ورځ کړې ده.

 

هغه ویلي: “په افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د تړلو لپاره هیڅ بهانه او دلیل وجود نلري”.

 

هغه وویل: ” په دې برخه کې هیڅ بهانه او دلیل نشته دی. د جناب رسول الله صاحب په زمانه کې د علم دروازې د ښځو او سړیو پر مخ پرانیستې وې … د همدې مسلې له امله نن ورځ ټوله نړۍ له مونږ سره ښکیل ده او په همدې دلیل پرمونږ انتقاد کوي. په کومه لار چې مونږ روان یو دا د طبیعت خبره ده نه د شریعت”.

 

د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړې چارواکي وویل چې د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو له ډلې د نیمايي ۲۰ میلیونو پر وړاندې د طالبانو بې عدالتي روانه ده. هغه وویل چې هغوی د قیامت پر ورځ په اړه نجونو او ښځو ته ځواب ورکوونکي دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه