یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهځوانانروسيه کې د سالم ماشوم زېږونکو ته ۱۰۰ زره روبل ورکول کېږي

روسيه کې د سالم ماشوم زېږونکو ته ۱۰۰ زره روبل ورکول کېږي

روسیه، د چین او جاپان په څیر د زیږون کچې له ګمښت سره مخ شوی دی او له همدې امله یې اعلان کړی، هغه ۲۵ کلنې نجونې او ځوانان، چې واده وکړي او سالم ماشوم وزیږوي، حکومت به ورته سل زره روبلې یا روسي پیسې ورکړي.

دغه چاره په لومړي سره کې د روسیې هېواد له کیرلیا سیمې څخه پیل شوې او ویلي دي، چې دغه پیسې هغه میرمنو ته ورکول کیږي، چې عمرونه یې له ۲۵ کالونو کم او په زده کړو بوخت وي.

دغه راز د دغه قانون له مخې، هغه میندې چې د زیږون پر مهال مړې شي او یا یې ماشوم کمزوری وي، یادې پیسې نه ورکول کیږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په روسیه کې د زیږون کچه د تاریخ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې روسیې کې ۵۹۹۶۰۰ ماشومان زېږېدلي، چې دا په تېرو ۲۵ کلونو کې د زېږون تر ټولو ټیټه کچه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه