پښتو جرنل
د کوټې ختځ باي پاس سیمه کې تېره ورځ د شپږ کسانو له لورې په پلورنځي کې یو ځوان چې شير محمد بهار نومېده ووژل شو .
د پیښې په وخت هلته ولاړ یو کس پښتو جرنل ته وويل چې شیر محمد په خپل پلورنځي کې په څوکۍ ناست چې يو ناصفه دو کسان ورننوتل او هغه سره لاس په ګران شول کله چې شير محمد هغه کسان خوږ کړل نو باندې ولاړ دوه نورو کسانو په هغه سخت ګزار وکړ چې لکبله هغه سخت ټپي شوو او ولویده .
هغه زياتوي چې برید کوونکو ټپي شېر محمد له پلورنځۍ راوباسه او په هغه يي ډزې وکړې او هغه يي ډېر په بې دردي وواژه .
شېر محمد ورور مومن پښتو جرنل ته په دې هکله وويل چې شیر محمد او ستار کوم چې په سردار هم مشهوره وو دواړه سره ملګري دوي دواړه په کاروبار شخړه رامنځته شوې وه .
مومن زیاتوي چې شیر محمد ډېر په ژوند مئین انسان وو خو ظالمانو ډېر په ظالمانه توګه وواژه هغه د مرګ لائق نه وو .
مومن وايي د شېر محمد یو ځوی او لور یتمه پاتې شوه او هغه ډېر ماشومان دي .
زوی له ما پوښتنه کوي چې کاکا زما پلار يي ولې وواژه مونږ به اوس بې پلاره څنګه ژوند کوو .
یاد دې وي د شیر محمد بهار مقدمه منظور شهید تهاڼه کې حاجي ستار او د هغه ورور جلات خان او څلور نورو کسانو باندې درج کړل شوې
پوليس وائي دوي د قاتلانو د نیولو هڅې پیل کړې او ډېر ژر به قاتلان د قانون منګولو ته ولویږي.
یادونې وړ د چې د شېر محمد وژنې په ټولنیزو رسنیو د اولس غصه راپارولې .
ټولنو رسنیو کارونکي لیکي چې د ځوان شېر محمد قاتلان باید ژر تر ژره ونیول شي او هغو ته دې سخته سزا ورکول شي .


