دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه: پاکستان دې هغه افغانان نه باسي، چې نړیوال ملاتړ ته...

ملګري ملتونه: پاکستان دې هغه افغانان نه باسي، چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

ويب ډيسک

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشره فلیپا کاندلېر ویلي، هغه کسان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري باید له پاکستانه ونه اېستل شي.

 

نوموړې دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د پاکستان حکومت له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه هېواد په ځانګړې توګه په پلازمېنې اسلام آباد کې یې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو ته زور ورکړی.

 

نوموړې په اېکس پاڼه لیکلي، په پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د اړمنو خلکو ښه کوربه‌توب ته دې دوام وکړي او خپلې دغه اوږدې مېلمه پالنې ته دوام ورکړي.

 

همدا تېره ورځ هم د پاکستان حکومت په تېرو څو ورځو کې په اسلام آباد کې نیول شوي افغان کډوال له تورخمه واړول.

 

د دغو ستانه کړل شویو افغانانو د کورنیو پاتې غړي وایي، چې بل هېواد ته یې د لېږد پروسه روانه وه؛ خو د کورنیو غړو له اړولو سره د دوی د کډوالۍ چارې ټکنۍ شوې دي.

 

په پاکستان کې هم د بشري حقونو ادارې او نور بنسټونه د دغه هېواد پر پولیسو نېوکې کوي، چې دوی زیانمنونکي افغانان په جبري توګه باسي چې هلته په خپل هېواد کې بیا له بې شمېره ګواښونو سره مخامخېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه