یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهځواناند ایران په روغتونونو کې ۷۰۰ افغان ډاکټران خدمات ترسره کوي

د ایران په روغتونونو کې ۷۰۰ افغان ډاکټران خدمات ترسره کوي

ويب ډيسک

ایراني چارواکي وایي، د دغه هېواد په روغتونونو کې ۷ سوه افغان ډاکټران په خدمت بوخت دي.

 

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباع او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یار احمدي ویلي، په ایران کې نږدې ۷ سوه افغان ډاکټران د تخصص او فوق تخصص په برخه کې په روغتونونو کې خدمات ترسره کوي.

 

ایلنا خبري اژانس د را پور له مخې؛ یاراحمدي د دغو احصایو د اعلانولو پر مهال وویل، دا د خلکو لپاره ښه خبره ده چې له دې مسلې خبر شي.

 

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر ویلي دي چې دا کسان د هغو افغانانو له ډلې څخه دي، چې په تیرو کلونو کې د ایران له حکومت څخه د کارتونو په ترلاسه کولو بریالي شوي چې پر اساس یې دوی ته خدمات هم وړاندې کیږي.

 

ایراني چارواکي د افغان اسنادو لرونکي کډوال ” اتباع مجاز” بولي او له اسنادو پرته کډوال “غیر مجاز” بولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه