سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران په تېرو درېیو کلونو درې میلیونه کډوال ایستلي

ایران په تېرو درېیو کلونو درې میلیونه کډوال ایستلي

ويب ډيسک

د ایران د کوورنیو چارو وزارت وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې نږدې درې میلیونه غیر قانوني کډوال له دغه هیواده ایستلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو رئیس، نادریار احمدي ویلي، په دوی کې زیاتره هغه افغان کډوال شامل وو، چې قانوني اسناد یې نه درلودل او په افغانستان کې د ناوړه شرایطو له کبله پر قاچاقي لارو ایران ته دننه شوي وو.

نوموړي په ټينګار سره ویلي چې پاتې غیر قانوني افغان کډوال به له دغه هیواد وشړل شي.

د هغه په وینا، هغه افغان کډوال چې پخوا یې په ایران کې ژوند کړی، له ځینو امتیازاتو برخمن دي.

یاد ایرانی چارواکی ټینګار کړی چې په اوس وخت کې هره ورځ شاوخوا له درېیو تر څلورو زرو افغانان ایران ته دننه کېږي.

له دې څه موده وړاندې ایراني چارواکو ویلي و، چې د روان کال تر پابه به دوه میلیونه افغان کډوال له دغه هیواده وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري را اېستلو بهیر تر پخوا ګړندی شوی او هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راستنېږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه