ويب ډيسک
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تازه ویلي چې د افغانستان د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو وروستی برید د حکومت مخالفو وسله والو ته «غاښ ماتوونکی» ځواب وو.
هغه په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې، چې حکومت یې په اېکس خپره کړې، د خپل حکومت مخالف وسله وال «د خوارجو فتنې» وبللې او ویې ویل چې د دوی د «بشپړ له منځه وړلو» وخت راغلی دی.
هغه د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته وویل چې ټـ…ي ټـ…ي پـ…ي په ګډون د وسله والو د بریدونو تر شا بهرني لاسونه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې په پکتیکا ولایت کې یې د ټـ…ي ټـ…ي پـ…ي غړي په نښه کړي دي.
خو افغانستان حکومت ویلي چې بریدونو کې د وزیرستاني کډوالو ګڼ شمېر کورنۍ په نښه شوې چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شریف تر دې مخکې ویلي وو چې د ټـ…ي ټـ…ي پـ…ي غړي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان له خاورې خپل بریدونه تنظیموي.


