سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهآصف درانی:افغان واکمن باید له وروستیو هوايي بریدونو زده کړي.

آصف درانی:افغان واکمن باید له وروستیو هوايي بریدونو زده کړي.

ويب ډيسک

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف درانی وايي، ټـ…ي ټـ…ي پـ…ي پاکستان د دوی سره کرښه ده او افغان واکمن باید له وروستیو هوايي بریدونو زده کړي.

دراني د یکشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښتې د افسوس وړ دي خو باید د عبرت په توګه ورته وکتل شي.

هغه زیاته کړه، «وروستي پیښې د افسوس وړ دي، خو باید د افغان واکمن د ملګرو او وروڼو لپاره د عبرت په توګه کار وکړي،»

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر ویلي، ټـ…ي ټـ…ي پـ…ي د دوی سره کرښه ده او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې له هغې تېر شي.

دراني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې درې شپې وړاندې پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ بمباري وکړه، چې له امله یې ۴۶ تنه ووژل شول.

افغان واکمنو د یکشنبې په ورځ په خوست او پکتیا ولایتونو کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه وکړل.

د پاکستان پوځ وايي، په دغو بريدونو کې يې د ټـ…ي ټـ…ي پـ…ي وسله وال په نښه کړي، خو ا.ا وايي، چې د وزيرستاني کډوال په کې وژل شوي دي.

د افغانستان او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو له هڅو سره سره د دواړو خواوو ترمنځ امنیتي او سیاسي کړکېچونه دوام لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه