سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها.ا رهبر په یوه تازه فرمان کې د داسې کړکیو پرېښودل منع...

ا.ا رهبر په یوه تازه فرمان کې د داسې کړکیو پرېښودل منع اعلان کړل چې، د ګاونډي کور ترې ښکاره شي.

د افغانستان د ا.ا رهبر په یوه تازه فرمان کې د داسې کړکیو پرېښودل منع اعلان کړل چې، د ګاونډي کور ترې ښکاره شي.

د ا‌.ا رهبر دغه فرمان کې ویلي: « که یو څوک په خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي او د کور په خوا کې یې د لارې په اندازه فاصله کې د ګاونډي کور وي نو ابادي کوونکی نشي کولای چې، د ګاونډي کور خواته داسې کړکۍ پرېږدي چې، د هغه د کور انګړ او یا هغه ځایونه چې، ښځې پکې ناسته او ولاړه کوي، ښکاره شي.»

دې فرمان کې راغلي چې، که چا د ګاونډي په لور کړکۍ پرېښې وي او یا هم غواړي پرېږدي یې نو دغه کړکۍ باید د انسان له قد لوړه وي.

د ا.ا رهبر ښاروالیو او نورو اړوندو ادارو ته امر کړی چې د دغه فرمان د پلي کولو لپاره له لوړپوړیزو ودانیو څارنه وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه