سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيخوست، د مغلګۍ کلا بمبار

خوست، د مغلګۍ کلا بمبار

لیکنه : داود افغان

د ۴۹ کال د جون د میاشتي په ۱۲مه د پاکستان یوې جېټ الوتکي د خوست ولایت د مغلګۍ کلا بمبار کړه چي عامو وګړیو ته پکښي مالي او ځاني تاوانونه واوښتل چي په پایله کښی د لسو بې طرفه هېوادونو یو ګډ پلاوی سیمي ته د پېښي څېړني د پاره ولاړ او پاکستاني لوري هم خپله پړه ومنله، داسي یې څرګنده کړه چي دا پېښه قصدأ نه، بلکي د پېلوټ تېروتنه وه، پرېکړه دا سوه چي پاکستان به زيانمونو ته غرامت ورکوي.

د محمد ظاهرشاه په واکمني کې پر مغلکۍ باندې د پاکستاني الوتکو بمبار، لامل او اعلامیه:

د افغانستان شاهي دولت د پښتونستان د مسلې اړوند خپل دریځ تر پخوا کلک او په اړه یې پراخ تبلیغات کول. انګرېزي مشاورین، چې هغه مهال لا په ډېر شمېر په پاکستان کې موجود وه، پاکستان ته سلا ورکړه، ددې لپاره چې افغانستان د پښتونستان تر داعیې تېر شي، نو باید د امان الله خان ورور امین جان، چې هغه وخت په پاکستان کې و، حمایه او د نظام د سقوط لپاره یې وکاروي.
پاکستاني الوتکو د نوموړي د ملاتړ په موخه د خوست په مغلګۍ کې، د افغاني او قومي سرتېرو پر پوستو هوايي بریدونه وکړل، چې يو شمېر پوځيان او ملکیان یې شهیدان او زخمیان کړل.
کابل ته د خبر د رسېدلو سره سم د ارګ په دلکشاه ماڼۍ کې د محمدظاهرشاه تر مشرۍ لاندې بېړنۍ کورنۍ غونډه دایره شوه، چې د نوموړي په ګډون په کې سردار محمد هاشم خان، سردار شاه محمود خان غازي، سردار داود خان، سردار نعیم خان او د بهرنیو چارو وزیر علي محمد خان برخه لرله او ټول د محمدظاهرشاه د مېز پر شاوخوا راغونډ شوي وو. بېړنۍ غونډې ته د دفاع وزیر محمدعمرخان ابوي او د اطلاعاتو رییس هم وروبلل شول او لاندې اعلامیه یې ترتیب او خپره کړه:
«په پېښه کې د اوښتي زیان د ټول راپور ترڅنګ راغلي وه،
داسې معلومات تر موږ راسېدلي ده، چې د کرښې پر لورې پاکستانی پوځ د حرکت په حال کې دی او د افغانستان حکومت په دې اړوند پاکستاني لورې ته خپل توند اعتراض او پروتیست وړاندې کړی او غوښتي یې دي، چې خپل لښکر دي بیرته پر شا وګرځوي، له دښمنانه کړنو دې لاس واخلي او د شوي بمبار او د هغه د عواقبو مسولیت دي هم ومني.»
د پورته خبر تر خپرېدو وروسته افغان دولت د ځينو هيوادنو د پوځي اتشو سره یو ځای بمبار شوې سیمې ته سفر وکړ، ساحه یې له نږدې وکتل او هلته یې د پاکستاني الوتکو لخوا د لوېدلو انګلېسي بمونو ټوټې پيدا او په کابل کې خلکو ته وښوولې. پر پاکستان د نورو هيوادونو فشارونه هم راوړل شول، بیا ګډ پلاوی وټاکل شو او بالاخره پاکستان د برید پړه پر غاړه واخیسته او ویې ویل، چې د هغوی الوتکې سهوا افغان خاورې ننوتې او هلته یې لویې قبایلي وسله والې ډلې چې ګمان کېده، د پاکستاني غاړې به وې، لیدلي او بیا یې بمبار کړي دي.
په پایله کې پاکستان د وژل شويو افغانانو خونبها ورکړه او ستونزه په دې ډول حل شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه