ویب ډیسک
د حيرتان ـ مزارشريف، تورغندۍ او آقينې اوسپنې پټلۍ له لارې تېره میاشت کې کابو ٣٨٣ زره ټنه سوداګریز توکي چې خوراکي ، نفتي، ساختماني او نور ارټیا وړ توکي پکې شامل دي انتقال شوې دي.
د دې ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ له لارې ١٣ زره او ٤٩٧ ټنه کرنیز او سوداګریز توکې له هېواده بهر ته صادر شوي دي.
د مزارشریف- حیرتان، آقینې او تورغندۍ اوسپنې پټلۍ امنیت د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونګو په خوندي توګه ټینګ کړی دی..


