راپور: رشید خان
د خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه راغلی پښتون قومي امن جرګه له یوې اونۍ خبرو اترو وروسته بېرته لاړه، په داسې حال کې چې په کوهاټ کې د کرم والسوالۍ د امن لپاره د خبرو اترو بهیر سبا هم دوام لري.
یاد دې وي چې د سیمې د تګ راتګ لارې له ۶۲ ورځو راهیسې تړلې دي.
د جرګې غړي ملک نصیر کوکي خېل رسنیو ته ویلي چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان څخه راغلې پښتون قومي امن جرګه له یوې اونۍ خبرو وروسته د کرم والسوالۍ څخه بېرته لاړه.
ملک نصیر وویل چې په کرم والسوالۍ کې یوه خوا د خبرو په دوهمه ورځ جرګې ته د اوربند واک ورکړ، خو بل لوري د واک ورکولو لپاره مهلت وغوښت، چې له امله یې جرګې د کرم څخه د ستنېدو پرېکړه وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې درېیم قوت په کرم کې د امن پر ځای عملیات غواړي، له همدې امله خبرې اوږدېږي.
د جرګې بل غړي، مفتي کفایت الله وویل چې په کوهاټ کې هم د ګرینډ امن جرګه روانه ده او د پښتني روایاتو له مخې، د هغه د احترام په لکبله یې بېرته تګ غوره وباله، خو ډېر ژر به د کرم والسوالۍ د امن لپاره بیا راشي.
بلې خوا، په کوهاټ کې د ګرینډ امن جرګې کومه وروستۍ پرېکړه ونه کړه، او سبا به د خبرو اترو لړۍ بیا دوام ولري.
په کرم والسوالۍ کې د مسافر وړونکو موټرو په کاروانونو ډزې او نښتو له امله اوس له ۶۲ ورځو راهیسې لارې تړلې پاتې دي.
د دې له امله په سیمه کې د خوراکي توکو، تېلو او دواګانو کموالی راغلی دی، او د ګاز نشتون له کبله هوټلونه او تنورونه هم بند شوي، چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ایالتي اسمبلۍ غړي علي هادي عرفاني ویلي چې بهرنیو هېوادونو ته د کارګرو وېزې او ټکټونه ضایع کېږي او د زده کوونکو په ګډون د ژوند د بېلابېلو برخو خلک د تګ راتګ د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
له همدې امله دې اصلي لاره خلاصه او خوندي کړل شي.
د اطلاعاتو د ایالتي حکومتو سلاکار بیرسټر محمد علي سیف ویلي چې د درملو د کمښت د پوره کولو لپاره د وزیراعلا په لارښوونه د هیلي کاپټر له لارې د کمښت د ختمولو هڅه روانه ده.


