جرمني په ایران کې له خپلو اتباعو غوښتي چې له دغه هیواد ووځي

0
96

ويب ډيسک

جرمني هیواد ورسته له هغې چې ایران ایراني الاصله جرمنی وګړی جمشید شارمهد اعدام کړ ایران ته د سفر ممنویت وغځوه او  له خپلو وګړو یې وغوښتل چې له دغه هیواده ووځي.

د جمشید شارمهد له اعدام وروسته د جرمني حکومت په‌دې هېواد کې د ایران درې واړه قونسلګرۍ بندې کړې.

شارمهد څلور کاله مخکې د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې د ایران د استخباراتي اجنټانو له‌خوا وتښتول شو او څو ورځې وروسته د حسن روحاني په مشرۍ د ایران د هغه مهال د استخباراتو وزیر ایران ته د نوموړي د انتقال خبر ورکړ.

شارمهد تورن و، چې په متحدایالتونو کې د تندر په نوم د سلطنت غوښتونکو د یوې ډلې مشري کوي او د شیراز په حسینیه کې په یوه بمي برید کې هم لاس لري.

شارمهد او د هغه کورنۍ دا تورونه رد کړي وو.