سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان: د چين لخوا په ولسي کچه د خپلو وګړو د امنيت...

پاکستان: د چين لخوا په ولسي کچه د خپلو وګړو د امنيت په اړه اندېښنې د سفارتي ادابو خلاف دي

ویب ډیسک

اسلام اباد وايي، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.

د پاکستان خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن په 31م اکتوبر اوونيزه خبري غونډه کې، پاکستان کې د چین د سفير بيان ته ځواب وويلو.

په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه