ویب ډیسک
اسلام اباد وايي، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.
د پاکستان خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن په 31م اکتوبر اوونيزه خبري غونډه کې، پاکستان کې د چین د سفير بيان ته ځواب وويلو.
په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.


