دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکې هوا نړیواله ورځ؛ له پاکې هوا برخمنېدل د ټولو انسانانو...

د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ له پاکې هوا برخمنېدل د ټولو انسانانو او موجوداتو مشروع حق دی.

ويب ډيسک

د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پاکې هوا د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې لپاره د لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو د چمتو کولو خبر ورکړی او ټینګار یې کړی چې له پاکې هوا برخمنېدل د ټولو انسانانو او موجوداتو مشروع حق دی.

دې ادارې نن (شنبې، سنبلې ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې د هوا پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولینو په وینا، هغه کسان چې د ویجاړۍ او هوا د ککړتیا لامل ګرځي د «مجرمانو» په توګه پیژندل کیږي او له هغوی سره به «جدي» چلند کیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دې ادارې د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په موخه «لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه» ترتیب کړي دي.

مسوولینو په دې برخه کې د چمتو شویو پلانونو د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې نن (د سپتمبر اوومه) د هوا له ککړتیا سره د مبارزې لپاره د نړیوالو اقداماتو د متحرک کولو په موخه د پاکې هوا نړیواله ورځ نومولې ده.

د ویلو ده چې ناپاکه هوا هر کال د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه کسان وژني او په ميليونونو نور په بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه