ويب ډيسک
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یو ځانګړي پروګرام له لارې یې د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ځینو الوتکو مالکیت اوزبیکستان ته انتقال کړی.
د وزارت یو ویاند امریکا غږ ته په یو ایمیل کې لیکلي دي چې د دغو الوتکو مالکیت د اضافي دفاعي اکمالاتو (EDA) د پروګرام له لارې اوزبیکستان ته انتقال شوی دی.
امریکا د دغه پروګرام له لارې اضافي دفاعي تجهیزات نورو بهرنیو هېوادونو او یا سازمانونو ته ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: «د دغه انتقال تړون د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې او د سرحدي امنیت د زیاتولو په برخو کې د دوه اړخیزې قوي همکارۍ په چوکاټ کې شوی.»
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» د سقوط په مهال د پوځ لسګونه الوتکې اوزبیکستان ته انتقال کړل شوې.
د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین په دې اړه په خپل غبرګون کې ویلي دي چې «امریکا نورو ته د سمندر اوبه بخښي».
هغه ویلي وو:«دا الوتکې د افغانستان دي، زمونږ دي او د خپل دغه حق د اخیستلو لپاره به د هرې ممکنې لارې څخه کارواخلو.
اوزبیکستان ته هم وایو چې ښه ګاونډیتوب دې په پام کې ونیسي داسې کوم کار دې نه مني چې د بل چا حق یو زورور هغوی ته وبخښي، هیڅکله مونږ ته د منلو نه دی چې یو څوک زمونږ حق یو بل چا ته ورکړي.»
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي هم په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت د تاجیکستان له حکومت څخه د هغو الوتکو او هلیکوپترو د بیرته ستنولو غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه دوشنبې ته انتقال شوې.
هغه ویلي وو: «تر دې دمه یې نه دي سپارلي، شاید ځینې ملاحظې ولري. مګر دا (الوتکې) د افغانستان د خلکو دي، د افغانستان دي او هر وخت چې وي، بېرته به افغانستان ته ستنې کړل شي.»
راپورونه وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو څو ساعته وروسته، د افغان پوځ یو شمېر غړو له خپلو کورنیو سره یو ځای په شاوخوا ۵۰ الوتکو کې اوزبیکستان او تاجیکستان ته ولاړل.
تر دې مخکې د امریکا د پوځ یو ویاند راب لودویک ویلي وو چې ۴۶ الوتکې په اوزبیکستان او ۱۸ په تاجیکستان کې دي، چې Mi-17 UH-60 څرخي او PC-12، C-208،AC-208 او A-29 نورې الوتکې په کې دي. خو بیا هم د دغو الوتکو دقیق شمېر معلوم نه دی.
په هماغه وخت کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب تاجیکستان او اوزبیکستان ته خبرداری ورکړی و چې د افغانستان الوتکې ته ستنې کړي. ده له دغو هېوادونو څخه غوښتي وو چې په دې اړه لاس په کار شي، ځکه چې د هغه په خبره هېڅ یو هېواد حق نه لري چې د افغانستان الوتکې له ځان سره وساتي او یا ترې کار واخلي.


