ويب ډيسک
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر پر قانون اعتراض «ګستاخي» ده او په خبره یې، مسلمانان دې پر دغو قوانینو چې د «شریعت احکام» دي، ځان پوه کړي.
مجاهد دوشنبه د وږي پر ۵مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه قانون په اړه د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما او ځينو نورو جهتونو اندېښنې «بېځایه» دي.
نوموړي زیاته کړې: «که کوم غیرمسلم د دغو قوانینو په اړه اندېښنه ښيي یا رد ورباندې کوي، لومړې دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي.»
هغه ویلي چې د مسلمان له خوا پر دې قوانینو رد یا نیوکه له دین څخه د «ناخبرۍ» په مانا ده او په خبره یې ان د «ایمان د زوال خطر» لري.
مجاهد یادونه کړې: «د بېلابېلو جهتونو دغه ډول بېځایه اندېښنې د [طالبانو] په دریځ کوم اغېز نه شي لرلی.»
څو ورځې وړاندې د طالبانو غایب مشر هبتالله اخوندزاده د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر قانون توشیح کړ او په رسمي جریده کې خپور شو.
د دغه قانون توشیح کېدو ته پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه ښوول شوې دي.
یوناما پرون ویلي و چې دا قانون «خپلسري» اجرايي میکانیزمونه لري او د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر کارکوونکو ته یې پراخ واکونه ورکړې دي.


