سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني وايي ،زموږ لوړې زده کړې له اوسنیو شرایطو سمون نه...

اشرف غني وايي ،زموږ لوړې زده کړې له اوسنیو شرایطو سمون نه لري

ويب ډيسک

د ملتونو بشري پانګې د ولسمشر محمد اشرف غني په ټکو، نن ورځ تر طبیعي پانګو ډېرې مهمې دي او ځینو هېوادو چې هېڅ نه درلودل د بشري پانګې په جوړولو پیاوړي دریځونه ګټلي دي.

ښاغلی غني په خپل دوه اوونیز پودکاست کې دا ځل د بشري پانګې پر څرنګوالي، ځانګړتیاوو او امکاناتو غږېدلی دی. دده په باور، رسمي زده کړې د بشري پانګې د جوړولو یو ارزښتناک شرط دی، خو یواځینی نه دی: «د انسان پوهه، يوازې په تعلیم پورې تړلې نه ده. دلته تجربه ده، حس د بیان دی، فهم دی، قضاوت دی او له ټولو نه [مهمه]، د تعهد خبره ده. زموږ ډېر مشران دي چې د ټولنې په جوړښت کې ډېره عمده برخه لري، اما مکتبي سواد نه لري.

دوی یوه ستره بشري پانگه ده، ځکه چې د مشکلاتو په حل کې، د ټولنې د نظام په تداوم کې، او یو بل سره د همکارۍ د شرایطو برابرولو کې، ستر رول لري.»

هغه له نظري زده کړو سره د عملي تجربې یوځای کېدل مهم وبلل چې د دواړو تلفیق د ټولنې پرمختګ او هوسایۍ ته لار جوړوي. ښاغلي غني وویل یوازې زده کړې پخپله سم قضاوت نه شي رامنځ ته کولی، تجربه ده چې دغه زده کړې تعمیموي او پوهه ترې جوړوي. ځکه نو هرڅومره چې زموږ متعلمین او محصلین په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي ژوندانه کې کوټلې ونډه ولري، پخپله هرڅه له نژدې ووینې او له دې لارې فکر پراخ او وغوړوي، هماغومره یې قضاوت ښه کېدلی او د همکارۍ امکان ډېرېدلی شي.

ولسمشر غني په کابل پوهنتون کې د تدریس او کار د مهال تجربو ته په اشارې وویل چې زموږ لوړې زده کړې له اوسنیو شرایطو سمون نه لري او ځکه د بشري پانګې په جوړولو کې هغومره ونډه چې په کار ده نه شي درلودلی: «چې زه کابل پوهنتون ریاست ته راغلم، هماغه نوټونه چې زموږ په دوران کې پخوانیو استادانو درس ورکاوه، لا یا هماغو استادانو خپله تدریس کاوه یا د دوی شاگردانو د هغو نوټونو ته دوام ورکاوه. دا د بشري پانگې موجودول نه و، دا یې محو کول و.»

ښاغلي غني د لوړو زده کړو موسسو د پوهنځیو او ډیپارتمنو ویش یوه بله ستونزه وبلله چې لومړیتوبونو ته له کتنې پرته شوي او کمیت په کې تر کیفیت زیات ارزښت موندلی دی.

د هغه له نظره د خصوصي پوهنتونو بې کنتروله پراخېدا او په ولایتونو کې د پوهنتون جوړونې سیالي بې له دې چې عملي او علمي امکانات یې پوره وي، د بشري پانګې د زیانمنولو بل عامل وګرځېد چې فارغان ترې راتلل، خو له شرایطو سره سمې وړتیاوې یې نه درلودې. په یوه پړاو کې د پوهنتوني بري لیکونو تر لاسه کول په یوه موډ واوښتل او کله چې لوړو څوکیو، لکه وزارتونو ته رسېدل د قانون له مخې په لوړو زده کړو پورې وتړل شول، د جعلي اسنادو بازار یې هم تود کړ. دا ټول هغه عوامل شول چې د محمد اشرف غني په باور یې افغانستان د ریښتنې او وړ بشري پانګې له درلودو لرې وساته.

ولسمشر غني وویل ددې له پاره چې افغانستان د ماهرې او وړ بشري پانګې خاوند شي، د لوړو زده کړو موسسو نصاب باید واوړي او د محصلانو له مغزو نه دا مفکوره چې تر فراغت وروسته دولتي مامورین کېږي، ووځي. محصلان باید په پوهنتون کې دا زده کړي چې څنګه تر فراغت وروسته اقتصادي وده راولي، نه دا چې دولتي ماموریت ته په سترګو نیولو په بیت المال باندې د نور فشار وسیله شي.

محمد اشرف غني د نتیجې په ډول ددې خپرونې په پای کې وویل که افغانستان غواړي په خپله بشري پانګه له وروسته پاتېوالي راووځي، باید خپل لومړیتوبونه دقیق وټاکي، نړیوالې تجربې زده کړې او یوازې په هغو رشتو او څانګو زور واچوي چې د هېواد ظرفیتونه لوړولی شي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه