ويب ډيسک
د افغانستان د ۲۰ اوره کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نړیوال ستوري راشدخان یو ځل بیا د اسټرالیا «بېګباش» کرېکټ لیګ کې له ګډونه ډډه کړې او د یاد لیګ وړاندیز یې رد کړی دی.
«دې کامبېراټایمز» ورځپاڼې دوشنبه د زمري پر ۲۹مه راپور ورکړی چې په بېګباش لیګ کې د خان نه ګډون د اسټرالیا کرېکټ او «اډیلیډ سټرایکرز» لپاره یو سخت ګوزار دی.
راشد تر دې مخکې ګواښ کړی و چې د اسټرالیا لهخوا له افغانستان سره د دوه اړخیزې لوبلړۍ ردولو له امله به په بېګباش سیالیو کې ګډون ونه کړي.
دې سره جوخت، د اسټرالیا کرېکټ بورډ ویلي چې د راشد دا پرېکړه د لوبلړۍ لغوه کولو له امله نه، بلکې د هغه د بوخت مهالوېش پر بنسټ ده.
بلخوا، په راپور کې دا هم ویل شوي چې بېګباش د «خان» نظر سره کومه ستونزه نه لري او راتلونکو لوبو کې به بېرته ښه راغلاست ورته ووایي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکنمېدو وروسته د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۱م او ۲۰۲۳م کال کې د دې ډلې لهخوا پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو له امله افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره دوه اخیزې لوبلړۍ لغوه اعلان کړې.
د یاد هېواد دې چارې د کرېکټ ګڼو نړیوالو لوبغاړو او ستورو غبرګونونه راوپارول او دا یې د ورزش سیاسي کول بللي وو.
د کرېکټ نړیوال ستوري راشدخان د بېګباش ۶۹ لوبو کې د سټرایکرز لوبډلې لپاره ۹۸ وېکټې اخیستي چې دا په نوموړي لیګ کې د بهرنیو لوبغاړو په کتار کې ترټولو ډېرې دي.
که څه هم له ټولې نړۍ څخه د کرېکټ سلګونه لوبغاړي په دې لیګ کې لوبېدو ته لېواله دي؛ خو راشدخان دوه ځلې د اسټرالیا سوداګریز لیګ وړاندیز رد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال نږدې ۶۰۰ لوبغاړي د اسټرالیا ښځینه او نارینه کرېکټ لیګ کې د لوبېدو لپاره نوملیکنه کوي او هره لوبډله له څلور بهرنیو لوبغاړو سره د تړون لاسلیک کولو حق لري.


