ويب ډيسک
د امریکا برون پوهنتون د نړیوالو چارو موسسې پورې اړوند د « جګړې پروژې» څيړنې ښيي چې په افغانستان کې د متحده ایالتونو له هرو څلورو ښځینه سرتېرو یوې یې « جنسي تېری» تجربه کړی دی.
چهارشنبه د زمري پر۲۴ مه د « جګړې لګښت» په نوم خپرونې د دې څېړنې د موندنو په خپرولو سره لیکلي د امریکا ۱.۹ سلنه نارینه سرتیري هم په افغانستان کې له «جنسي تېري» سره مخ شوي دي.
د څېړنې له مخې، دغه سرتیري له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې په افغانستان کې د خدمت پر مهال له «جنسي تېري» سره مخ شوي دي.
د دغې څېړنې موندنې دغه راز ښيي چې تورپوستې ښځې او LGBT سرتېري د امریکا په پوځ کې تر نورو زیات له « جنسي ځورنې » سره مخ شوي دي.
د برون پوهنتون موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د امریکا په پوځ کې د «جنسي تېري» پیښې شاوخوا ۱۵۰ زرو ته رسېدلي دي.
تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۱ کال کې د دغه هېواد پر سرتېرو د جنسي تېري ۳۵ زرو ۹۰۰ او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۹ زره پېښې ثبت شوې دي.
خو د برون پوهنتون څېړنو د دغو شمېرو اپوټه، په ۲۰۲۱ کال کې پر امریکايي پوځیانو د جنسي تېري د ۷۵۵۶۹ پېښو او په ۲۰۲۳ کال کې د ۷۳۶۹۵ پېښو خبره کړې ده.
د دغه راپور لیکونکې جنیفر ګرینبرګ ویلي دي: «د سپتمبر له یوولسمې وروسته جګړو کې د ځواکونو چمتووالي ته لومړیتوب ورکول د دې لامل شول چې په پوځي ادارو کې د جنسي تېري، کورني تاوتریخوالي او جنسي نابرابرۍ ستونزې زیاتې شي.»
سره له دې، د امریکا دفاع وزارت په خپلو سرتیرو کې جنسي تاوتریخوالی « نه زغمل کېدونکی» بللی او اعلان یې کړی چې د مناسبې زمینې برابرولو او د جنسي تېري مخنیوي او د تورنو کسانو پوښتنو او ګروېږنو ته به دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم پر امریکایي سرتېرو د «جنسي تېري» د پېښو راپورورکړل شوی دی


