دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهناهد اسلام د بنګله دیش د زدکوونکو مشر څوک دی..؟

ناهد اسلام د بنګله دیش د زدکوونکو مشر څوک دی..؟

ويب ډيسک

ناهد اسلام په دې وخت کې د بنګله دېش په ځايي خبرونو کې ډېر څرګند دی، او په موقتي حکومت د جوړولو کې هم مهم رول لري.

ناهد اسلام په بنګله دېش کې پیل شوو وروستیو لاریونونو کې منتظم او د کوټا نظام پرضد د زده کوونکو تحریک مشر دی. د هغه په مشرۍ کې د کوټا سیسټم پرضد پیل شوي تحریک د صدراعظمې شیخ حسینه حکومت ته د پای ټکی کېښود.

په بنګله دېش کې د زده کوونکو د احتجاج له امله شیخ حسینه ته نه یوازې د خپل مقام نه استعفا ورکول اړ شوله، بلکې هغې هېواد پرېښود او په هند کې پناه اخیستلو ته مجبوره شوه.

ناهد اسلام د ډهاکه پوهنتون د سوشیالوجي پوهنځي زده کوونکی دی او د انساني حقونو فعال هم دی. د هغه سره، هغه په ټول هېواد کې د “امتياز خلاف زده کوونکو تحریک” د قامي کچې منتظم هم دی.

د انساني حقونو بین المللي تنظیم “فرنټ لاین ډیفینډرز” په وینا، د کوټا سیسټم پرضد تحریک په وخت کې ناهد اسلام دوه ځل نیول شوی و.

ناهد په ۲۰ جولای ادعا کړې وه چې پولیسو هغه “تښتولی” او بیا یې پرې تشدد کړی و. خو پولیس د هغه دغه ادعا ردوي.

ناهد یوه ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه چې پکې څو پولیس افسران هغه په یو موټر کې کېنوي.

د دې وروسته، ناهد په ۲۶ جولای کې بیا ادعا وکړه چې هغه ته ساده جامو کې خلکو د روغتون څخه هغه وخت نیولی و کله چې هغه تر درملنې لاندې و.

په دوشنبه، وزیر اعظم شیخ حسینه له استعفا او له هېواده له وتلو وروسته، ناهد اسلام په یوه خبري غونډه کې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د موقتي حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.

ناهد اسلام په بنګله دېش کې د موقتي حکومت د جوړولو لپاره د سه شنبې په ورځ د پوځ له مشر جنرال وقار الزمان سره خبرې کوي او هغه د موقتي حکومت لپاره د نوبل انعام ګټونکي اقتصاد پوه محمد یونس نوم وړاندې کړی دی.

محمد یونس د ګرامین بانک پخوانی مدیر دی، چې په هېواد کې د غربت د ختمولو لپاره یې د ۲۰۰۶ کال نوبل انعام ګټلی و. هغه د غریبو خلکو لپاره د وړو پورونو د ورکولو پروګرام له لارې میلیونونه خلک له غربت څخه ویستلي وو.

ناهد اسلام په سه شنبې په ورځ په یوه ویډیو پیغام کې ویلي چې د پوځ ملاتړ شوې یا د پوځ په مشرۍ کې کوم حکومت به نه منل کېږي.

**د کوټا سیسټم پرضد تحریک نه د شیخ حسینه تر استعفا پورې:**

په بنګله دېش کې د زده کوونکو احتجاج د جون ۲۰۲۴ کال کې د هاي کورټ د یوې پریکړې نه وروسته پیل شو چې عدالت د سرکاري ملازمتونو سره د کوټا سیسټم د بیا بحالۍ امر وکړ.

په بنګله دېش کې ۵۰ فیصده نه زیات سرکاري ملازمتونه د کوټا سیسټم لاندې ورکول کېدل، چې پکې ۳۰ فیصده کوټا په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دېش جوړولو تحریک کې برخه اخیستونکو اولادونو لپاره مختص و.

د حکومت مخالفینو تور لګاوه چې حکمران ګوند عوامي لیګ د ملازمتونو او تعلیمي ادارو کې نافذ کوټا خپل سیاسي پلویانو او کارکوونکو ته د ګټې رسولو لپاره کاروي.

د هاي کورټ د پریکړې نه وروسته، د ډهاکه پوهنتون زده کوونکو د کوټا د ختمولو لپاره احتجاجونو پیل کړې. د جولای په نیمايي کې چې کله تحریک زیات شو ، نو امنیتي ځواکونو د احتجاج کوونکو پرضد زور وکاراوه او حکومت په ټول هېواد کې د موبایل فون او انټرنیټ خدمتونه بند کړل او په په بېلابېلو سیمو کې یې کرفیو ولګاوه.

په دې تاوتریخجن احتجاجونو کې تقریباً ۳۰۰ کسان ووژل شول. که څه هم چې په ۲۱ جولای د بنګله دېش سترې محکمې د کوټا سیسټم د ختمولو پریکړه وکړه، خو له دې سره سره دغه احتجاجي څپه جاري پاتې شوه او په دوشنبه صدراعظمې شیخ حسینه له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه او ګاونډي هېواد هند ته ولاړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه