د بنګله دېش د زدکوونکو مشرانو ویلي چې دوي به د پوځ په مشري کوم حکومت ونه مني. پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه د هېواد نه د تېښتې وروسته په هند کې اوسیږي، چې د کوم غربي ملک څخه د سیاسي پناه په انتظار کې ده.
د شیخ حسینه له استعفی او هېواد څخه د هغې د تېښتې وروسته، په بنګله دېش کې د یو نوي مؤقتي حکومت د جوړېدو اعلان په انتظار کې دی. هیله کیږي چې نن د سه شنبې په ورځ د نوي حکومت د جوړېدو اعلان وشي.
د بنګله دېش ولسمشر محمد شہاب الدین تیره شپه د نوي حکومت د جوړښت په اړه مهمې غونډې کړې. په دې غونډو کې د پوځ مشر، د ځمکني او بحري ځواکونو مشران او همدارنګه د اپوزیسیون ګوند بی این پی او جماعت اسلامي په ګډون د څو اپوزیسیون ګوندونو لوړ پوړي مشران موجود وو. د پوځ مشر وقار الزمان به نن غرمه د احتجاج کوونکو زدکوونکو له مشرانو سره و ویني.
زدکوونکو د محمد یونس د موقتي مشر جوړولو غوښتنه
د شیخ حسینه د حکومت پر ضد احتجاجي تحریک چلونکي مشرانو په فېسبوک باندې یو ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې دوي به په هېڅ ډول پوځي حکومت ونه مني. هغوی نوبل امن انعام ترلاسه کوونکی محمد یونس د عبوري حکومت د مشر په توګه ټاکل غوښتنه هم کړې ده.
د احتجاجي تحریک همغږي کوونکي ناهید اسلام په خپل بیان کې وویل، “موږ ته به هېڅ داسې حکومت د منلو وړ نه وي چې زموږ لخوا یې سپارښتنه نه وي شوې. موږ به د پوځ ملاتړ لرونکې یا د پوځ په مشري کوم حکومت ونه منو.”
د زدکوونکو مشر محمد یونس ته د موقتي حکومت د رهبر ټاکل غوښتنه کړې او ویلي یې دي، “موږ له محمد یونس سره خبرې کړې دي او هغه زموږ په غوښتنه دا ذمه واري منلو ته تیار شوی دی.”
محمد یونس، چې په ملک کې یې د مایکروفاینانس کامیاب تجربې کړي، په 2006 کال کې د امن نوبل انعام ترلاسه کړی و. خو د شیخ حسینه په حکومت کې پر هغه د فساد تورونه هم لګول شوي او د هغه په وړاندې مقدمی روانې وې. محمد یونس بیا دا تورونه ردوي او دا یې سیاسي انتقام ګڼلی دی.
ناهید اسلام زیاته کړه چې زدکوونکي به د حکومت نورو چارواکو نومونه ژر اعلان کړي او د دوی خوښه نظرانداز کول به د اوسني مشرتابه لپاره لوی چیلنج وي.
شیخ حسینه د سیاسي پناه په انتظار کې ده.
د بنګله دېش څخه تر تيښتې وروسته پخوانۍ وز
صدراعظمه شیخ حسینه اوس مهال په هند کې ده. هغې ته د دارالحکومت دلی نه نږدې 25 کیلومتره لرې د هند فضایي ځواک په هنډن ایربیس کې ځای ورکړل شوی دی.
د رسنیو راپورونو له مخې د هند حکومت هغې ته د عارضي اوسیدو اجازه ورکړې ده. او هند به هغې ته په کوم اروپایي هیواد کې د سیاسي پناه ترلاسه کولو لپاره ټول ممکنه لوجستیکي مرسته برابره کړي.
د هند ملي امنیت مشاور اجیت ډوبھال پرون د ګل په ورځ په هنډن کې له شیخ حسینه سره ناسته وکړه. هغه وروسته له وزیراعظم نریندر مودي سره ملاقات وکړ او خپل خبرې ورته وکړې. له بلې خوا د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جے شنکر هم له وزیراعظم مودي سره ملاقات وکړ.
په دې لړ کې نن د وزیراعظم د امنیت سره تړلې کابینې کمیټې غونډه وشوه. وروسته د بهرنیو چارو وزیر ایس جے شنکر ټول ګونديز غونډه راوغوښته او د بنګله دېش د نویو پرمختګونو په اړه یې د حکومت دریځ څرګند کړ.
د شیخ حسینه زوی څه وویل؟
د شیخ حسینه زوی سجيب واجد جوئي، چې په امریکا کې اوسېږي، د هندي نیوز چینل این ډي ټي وي ته په یوه انٹرویو کې ویلي چې د هغه مور نه غوښتل چې هیواد پریږدي خو د کورنۍ په غوښتنه یې داسې وکړل.
هغه وویل، “هغې غوښتل چې په هېواد کې پاتې شي، هغې په هېڅ ډول نه غوښتل چې ملک پرېږدي. خو موږ په ټینګار وویل چې د هغې هلته پاتې کېدل محفوظ نه دي. موږ د هغې د ژوند په اړه اندیښنه درلوده. نو ځکه موږ هغې ته قناعت ورکړ چې هیواد پرېږدي.”
شیخ حسینه په لندن کې د سیاسي پناه غوښتنه کوي او په دې اړه د اړوند حکومتونو تر منځ خبرې روانې دي. خو دا لا څرګنده نه ده چې آیا برطانیه به هغې ته سیاسي پناه ورکولو ته تیار شي.


