سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا په ننګرهار کې د ۱۷ سیمه‌ییزو رسنیو د فعالیت جوازونه د...

ا،ا په ننګرهار کې د ۱۷ سیمه‌ییزو رسنیو د فعالیت جوازونه د فریکونسۍ مالیې نه ورکولو لامله ځنډولي دي.

ويب ډيسک

د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په ننګرهار کې د ۱۷ سیمه‌ییزو رسنیو د فعالیت جوازونه د فریکونسۍ مالیې نه ورکولو لامله ځنډولي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز دوشنبه د زمري پر ۱۵مه په یوې خپرې کړې ویناپاڼې کې لیکلي چې د طالبانو مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت دغو رسنیو ته خبرداری ورکړی، تر هغو چې خپل معوقه مالیات ورنه کړي، د فعالیت اجازه به ونه لري.

نوموړي مرکز په دې اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو پر دې پرېکړې د بیاکتنې او له سیمه‌ییزو رسنیو سره د عادلانه چلن غوښتنه کړې ده.

سرچینو یاد بنسټ ته ویلي چې د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) د دغه ولایت خصوصي راډیوګانو او ټلویزیوني شبکو د فریکونسۍ جواز ځنډولو پرېکړه د رسنیو مالکانو ته په شفاهي او لیکلې بڼې کړې ده.

اترا ویلي چې د ننګرهار سيمه‌ييزو رسنيو مسوولانو له خوا د فريکونسي ماليې له ورکړې ډډه کول او د دغو رسنيو د فریکونسۍ جواز نه تمدېدو لامله، له دې وروسته سيمه‌ييزې راډيوګانې او ټلوېزيونونه د مخابراتي خدمتونو قانون د ٣٧مې مادې له مخې د فعاليت اجازه نه لري.

د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو په حواله، د هغو راډیوګانو او ټلویزیونونو د فریکونسۍ جوازونو د ځنډولو پرېکړه چې د دغو جوازونو لامله پوروړي دي، د ۱۴۰۲ کال د تلې پر ۲مه نیول شوې او دا پرېکړه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پلي کېدو وړ ده.

د نوموړي مرکز په وینا، ننګرهار چې لومړی درجه ولایت دی، سیمه‌ییزې راډیوګانې او ټلویزیونونه باید هر کال د فریکونسۍ جواز د تمدید لپاره ۱۰۸ زره افغانۍ او دغه راز، ۲۵ ډالره جانبي لګښت ورکړي؛ داسې چې د ځايي سرچینو په خبره، سیمه‌ییزې رسنۍ له دغه اړخه پوروړې دي او د پور کچه یې له یو کال څخه تر ۱۰ کالو پورې ده.

طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته پر رسنیو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د روان کال په سرطان میاشت کې هم د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي و چې طالبانو په شپږو لومړیو میاشتو کې د اوو رسنیو خپرونې ځنډولې دي.

د نوموړي مرکز موندنې ښيي چې طالبانو پر ازادو رسنیو فشار ډېر کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه