راويب ډيسک
شری د ماشومتوب د دورې یوه حاده انتاني ناروغي ده چې د یو ځانګړي ويروس له کبله رامنځته کېږي. دا ناروغي چې بېلابېل لاملونه لري، د نورو هېوادونو ترمنځ په افغانستان کې هم هر کال په سلګونو کسان پرې اخته کېږي اود یادې ناروغۍ له کبله ژوند بایلي.
په افغانستان کې د سرخکان يا شري د زیاتو پيښو د ثبتېدو له کبله څه موده مخکې د روغتيا نړيوال سازمان هم اندېښنه ښودلې وه. د هېواد په سوېل کې د کندهار روغتياپالان وايي چې په دغه ولايت کې د هوا په ګرمښت سره يو ځل بیا د شري ناروغي زياته شوې او په تيره يوه مياشت کې شاوخوا ۴۵۰ داسي کسان چې د شري ويروس په کې موندل شوی، روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د کندهار ولايت په ميروس حوزوي روغتون کې يو روغتياپال چې د امنيتي ستونزو له کبله نه غواړي نوم يې په راپور کې راشي وايي، تېره مياشت د دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو څخه دوی ته د راوړل شویو ۴۵۰ پر شري اخته ناروغانو له ډلې څخه ۱۴۵ کسان په شديد شري اخته او له دوی سره په روغتون کې بستر وو.
هغه وايي چې پر شري ناروغۍ ډېر اخته کسان ماشومان دي او له لېرې پرتو ولسواليو څخه راوړل شوي دي. د دغه ډاکټر په وينا، د ماشومانو په سم ډول نه ساتنه او د موسم بدلون هغه لاملونه دي چې له کبله يې د شري ناروغي زیاتېږي.
دی زیاتوي: «په تېره يوه مياشت کې تر ۴۵۰ ډېر ناروغان چې د سرخکان د ناروغۍ نښي په کې وې دلته يې زموږ روغتون ته مراجعه کړې ده چې ۱۴۵ کسان د شديد شري له امله مونږ سره په روغتون کې بستر شوي دي. سږکال د نورو کلونو په پرتله سږکال د سرخکان پېښې زياتې شوې دي.»
میرویس روغتون ته د کندهار ولايت د نيش ولسوالۍ څخه د صديقه په نوم يوې مېرمن خپل پنځه کلن زوی چې پر شري ناروغۍ اخته دی راوړی دی. دا مېرمن وايي چې په دې نه پوهېږي چې ماشوم يې څه ډول پر شري ناروغۍ اخته شوی دی. هغه وايي چې کورنۍ یې اقتصادي ستونزې هم لري او په خبره یې، دومره وس نه لري چې په ښه ډول د خپلو ماشومانو ساتنه وکړي.
دا مېرمن وايي چې اوس مهال يې روغتون ته راوړی ماشوم د شري ناروغۍ له کبله د مرګ له حالت سره مخ دی. صديقه زیاتوي: «نه پوهېږمه چې زما ماشوم څنګه پر شري اخته شو. تبه يې وه بدن يې لړزې نیولي و، کله چې دلته راغولو ډاکټرانو راته وويل چې ماشوم دې شری دی. دلته يې بستر کړ او نن مو درېيمه شپه ده چې دلته په روغتون کې یو. ډيرې اقتصادي ستونزې لرو د ماښام ډوډۍ په کور کې نه لرو.»
روغتياپالان وايي چې د هوا په بدلون او ماشومانو ته د واکسين د نه ورکولو له کبله ډېری وخت په ماشومانو کې د شري او سينه بغل ناروغۍ رامنځته کېږي. د ماشومانو په برخه کې متخصص ډاکټر رحمت الله رويال وايي چې که تر پيدايښت وروسته ماشومانو ته په منظم ډول واکسينونه ورکړل شي او د هغوی ساتني ته پاملرنه وشي نو په وينا يې، باور شته چې د شري ناروغي به په ماشومانو کې نه رامنځته کېږي.
نوموړي زياته کړه: «د موسم بدلون د ماشومانو د ساتني د منظم چاپيريال نشتوالی، ماشومانو ته واکسين نه ورکول هغه ستر لاملونه دي چې د شري او سينه بغل ناروغۍ په ماشومانو کې پیدا کوي. په اساسي ډول ټولو کورنيو ته په کار ده چې خپلو هغو ماشومانو ته چې د مور شيدې اخلي د هغوی ښه ساتنه وکړي ترڅو دهغوی بدن د يخي او ګرمي هوا پر وړاندې جوړ وي.»
په کندهار کې داسي مهال د شري ناروغۍ د اخته کسانو د زیاتوالي خبر ورکول کېږي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف په يوه راپور کې ويلي و چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۸زره او ۶۳۱ کسان د شري پر ناروغۍ اخته شوي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې د شري ناروغۍ له امله ۱۲۶ کسان مړه شوي چې ډېره برخه يې ماشومان دي.
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې داسې مهال د شري ناروغۍ د پېښو زیاتوالي خبر ورکول کېږي چې دا مهال د هېواد په ډيرو لېرې پرتو سيمو کې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري او ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د ساتني په برخه کې د عامه پوهاوي له کموالي سره مخ دي.


