ویب ډیسک
په افغانستان باندې واکمن «ط» دعوه کوي چې په هیواد کې د نشه یي توکو د غیرقانوني کښت خلاف د دوی مبارزې د یو لوی نړیوال چېلنج د ستونځې په حل کولو کې مرسته کړې، خو په جواب کې یې د پرله پسې نړیوال ملاتړ پر نشتوالي ناهیلي ښکاره کړې ده.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سه شنبې په ورځ په کابل کې د کار د نړیوال کانفرانس په پرانیستونکې غونډه کې وویل چې هېواد یې پخوا په نړۍ کې تر ټولو لوی د نشه یي توکو پیدا کوونکی وو.
متقي په خپله ټیلیویژني وینا کې وویل، دا نشه یي توکي زیانمن وو چې وایي ټولې نړۍ ته به په قاچاقي توګه تلل او په نتیجه کې یې په تېرو دوو لسیزو کې تر څلور میلینه زیات افغانان په نشو اخته شول:
“د نشه یي توکو غیرقانوني پیداوار بند شوی دی. پرې اخته شوي کسان اوس علاج ته اړتیا لري او کروندګر متبادل اقتصاد او کار ته اړتیا لري”.
متقي وویل د «ط» حکومت د بډو رشوتونو، او د کوکنارو د کښت ختمولو په خلاف د مبارزې او سترو منصوبو د افتتاح کولو په اړه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي:
“نړۍ له موږ پوښتنې کوي او موږ ته سفارشونه هم راکوي، نشه يي توکي څنګه شو، څنګه منع شي، امنیت څنګه ټینګ شي، د افغانستان له خاورې څنګه ناوړه ګټه اخیستل بند شي، د هغوی غوښتنې دا دي، خو همکاري یې صفر ده.”


