دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاکرم منير وايي، هيله لري چې نور يو نيم ميليون ثبت شوي...

اکرم منير وايي، هيله لري چې نور يو نيم ميليون ثبت شوي افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستانه شي.

ويب ډيسک

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي اکرم منير وايي، هيله لري چې نور يو نيم ميليون ثبت شوي افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي منير چې د ملګرو ملتونو په اقتصادي او ټولنيزه شورا ( اې سي او اېس او سي) ته يې وينا کوله زياته کړې چې يو ميليون افغان کډوال په ټوله کې ثبت نه دي او زرګونه نور کډوال په پاکستان کې د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسيون او د بشري حقونو او کډوالو دفاع نړیوالو سازمانونو مخکې د مهاجرینو د “جبري شړلو پلان” باندې نیوکه کړې.

دغو سازمانونو ویلي دي چې پاکستان په دې چلند سره د کډوالو له حقونو «سرغړونې»کوي او باید دا بهیر سمدستي ودروي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه