ویب ډیسک
ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان په اړه د قطر د پلازمېنې دوحې په راروانه غونډه کې به د بشري حقونو او د ښځو د حقونو موضوع لومړیتوب ولري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي به چې دې غونډې ته رابلل شوي پر دې خبرې وکړې چې نړیوال په څه ډول د افغانستان د روان وضعیت پر وړاندې یوه شفافه اویوه همغږې ښکېلتیا رامنځته کولای شي.
هغه همداراز وویل چې ملګري ملتونه به له ا.ا سره تعامل ته دوام ورکړي.
ملګرو ملتونو د ا.ا د حکومت پلاوي ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې، خو تراوسه یې رسماً پهکې د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نهدي ویلي.
د ا.ا چارواکو په دې غونډه کې چې ټاکل شوې د راتلونکې جون میاشتې په دېرشمه جوړه شي او دوه ورځې به دوام وکړي، د ګډون په اړه د ځینو شرطونو یادونه کړې چې یو یې هم د دوی موقف ته پر درناوي څرخي.


