ویب ډیسک
د ترکیې ولسمشر د یوه فرمان له مخې د افغانستان او ترکیې تر منځ د سیاسي پاسپورټ لرونکو کسانو ته د ویزې د ورکړې هوکړه لغوه کړې ده.
رسنیو ته یوه کره سرچینه وايي چې ترکیې دا چاره له دې امله کړې چې د اوسنیو طالب چارواکو شاوخوا ۱۳ د کورنۍ غړي له همدې لارې ترکیې او بیا نورو اروپايي هیوادونو ته تللي چې هلته یې د پناه غوښتنه کړې ده.
د سرچینې په وینا؛ په دې ډله کې داسې کسان هم شته چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ته نږدې کسان دي.
د یادونې وړ ده چې د تېر جمهوري نظام او ترکیې حکومت ترمنځ یوه هوکړه شوې وه چې لهمخې به یې سیاسي پاسپورټ لرونکو کسانو له وېزې پرته دې هیواد ته سفرونه کول؛ خو د طالب چارواکو له لوري لهدې چارې د سوء استفادې په پایله کې ولسشمر اردوغان دا هوکړهلیک لغوه کړی دی.


