ویب ډیسک
د اسرائیلو له خوا د اوربند د وړاندېز له ردولو وروسته، د فلسطیني او مصري چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد ټانکونو د رفح پر لور حرکت کړی او پولې ته نږدې شوي دي.
د اسوشیېټډ پرېس د راپور پر بنسټ، اسراییلي ټانکونه د غزې په سوٸل کې د رفح ښار ته ننوتي او تر ۲۰۰ مترو پورې يې پرمختګ کړی دی.
تر دې مخکې، رویټرز خبر ورکړی و چې وروسته له هغه چې اسراییل د اوربند وړاندیز رد کړ، د نتانیاهو جنګ کابینې په رفح کې د پوځي عملیاتو د دوام منظوري ورکړه.
خو مصري چارواکي اسوشېټېډ پرېس ته ویلي، داسې ښکاري چې د دې عملیاتو ساحه محدوده ده.
په عين حال کې فلسطيني رسنيو راپور ورکړى، چې اسرائيلي چارواکو مصريانو ته خبر ورکړى، چې د دغه هېواد ځواکونه به د عملياتو له بشپړېدو وروسته له سيمې ووځي.
له بلې خوا ملګرو ملتونو پر رفح ښار د اسرائیلو د برید په اړه خبرداری ورکړی چې دا برید به د لوى بشري ناورین لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې حماس اعلان کړی چې دغې ډلې په غزه کې د اوربند سره مواقفه کړې ده.
بل لور ته
د اسرائیلو پوځ راډیو اعلان کړی چې د دوی ځمکنیو ځواکونو د رفح پولې واک په لاس کې اخیستی چې غزې سوېل او مصر سره ګډه پوله لري. بل پلو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریېش ویلي، پر رفح د اسرائیلو ځمکنی برید به د زغم وړ نه وي.


