په کندهار کې د یوې پخوانۍ مرمۍ له چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

0
63

ويب ډيسک

په کندهار کې د یوې پخوانۍ مرمۍ له چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د کندهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید آریانانیوز ته ویلي؛ د دې ولایت د معروف ولسوالۍ د اوبتو په اړوند سیمه کې د راکټ لانچر د زړې مرمۍ د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

اسدالله جمشید زیاته کړې؛ یاده مرمۍ د دې ولسوالۍ د اوبتو په یوه غرنۍ سیمه کې د کوچیانو د څو ماشومانو له لورې لومړۍ پیدا شوه، چې بیا یې له چاودنې اړوند پېښه رامنځته شوه.

نوموړي د کندهار له اوسېدونکیو غوښتي، چې خپل ماشومان د ناچادو توکو پر زیانونو وپوهوی او د دا ډول توکو لهه لیدو سره امنیتې ځوکونو ته خبر ورکړي.