د هند پریمير ليګ کې نن د افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او نوين‌الحق دوی لوبډلې لوبې

0
70

ويب ډیسک

د هند پریمير ليګ IPl کې نن د افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او نوين‌الحق دوی لوبډلې لوبې لري.

د نن لومړۍ لوبه کې چې ماسپښين ۳ بجې پيلېږي ممبيي انډين، کومه لوبډله چې محمد نبي ورسره لوبېږي د ډهلي پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته کښته کېږي.

که څه هم محمد نبي ته تر دې دمه د لوبېدو فرصت نه دی ورکول شوی، خو ډېر امکان شته، چې نننۍ مهمه لوبه کې ولوبول شي.

دويمه لوبه بيا د ګجرات او لکهنو ترمنځ ده، چې په ځايي وخت ماښام ۷ بجې پيلېږي.

افغان ستوری راشد خان، نور احمد لکڼوال او عظمت‌الله عمرزی د ګجرات لوبډلې برخه دي او نوين‌الحق بيا د لکهنو سره لوبېږي