دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيد خوړو نړیوال پروګرام په خوارځواکۍ د اخته ښځو د زیاتوالي خبر...

د خوړو نړیوال پروګرام په خوارځواکۍ د اخته ښځو د زیاتوالي خبر ورکړی

ويب ډیسک

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ښځو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې ویلي چې په دغه هېواد کې یو میلیون او دوه سوه زره ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه سازمان په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یوې ویدیو په خپرولو سره په افغانستان کې د خوارځواکۍ د ماشومانو د شمېر د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د WFP د تغذیې مشرې، مونا شیخ وویل، په کلینیکونو کې د خوارځواکۍ ماشومانو شمېر په کلینیکونو کې د خوارځواکۍ ماشومانو شمېر ډیر شوی دی چې تېر کال بهرنۍ مرستې کمې شوې.

د اغلې شیخ په وینا دا شمېر مخ په ډېرېدو دی او ښايي سږ کال درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

د خوړو د نړيوال پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د دغو ماشومانو لپاره په ځانګړو کلينيکونو کې د خوارځواکۍ د ماشومانو د داخلېدو شمېر زيات شوى او اوسمهال په افغانستان کې د دغو ماشومانو د درملنې لپاره ٢٧٠٠ کلينيکونه شتون لري.

همدارنګه د دغه بنسټ د تغذيې مشر ټینګار وکړ چې تېر کال موږ تمه درلوده چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۰۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکي ښځې له خوارځواکۍ سره مخ شي. خو د دغو ښځو شمېر له دې شمېر څخه اوښتی او د دوو میلیونو کسانو په سلو کې یو لکو ته رسېدلی او تمه ده چې سږ کال به دغه شمېره نوره هم زیاته شي.

اټکل کېږي چې سږ کال به په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي. په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، موږ کولای شو له شپږو میلیونو کسانو یوازې لسمه برخه مرسته وکړو.

د اغلې شیخ په وینا، د مرستو د کمښت له امله د خوارځواکیو شمېر زیات شوی او له کورنیو سره یې د بودیجې د نشتوالي له امله د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په تېره بیا د ښځو په منځ کې د بېوزلۍ او خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې، سږ کال په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه