ويب ډیسک
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته د تيارۍ او چمتووالي په موخه د دغه هېواد پوځ سره په ګډه تمرينات پيلوي.
د راپورونو له مخې دا تمرينات د فېټنس په موخه ترسره کېږي، چې د اېبټ آباد په کاکول پوځي اډه کې به دوه اوونۍ دوام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې پاکستانۍ لوبډلې د نړیوالو لوبو لپاره د چمتووالي به موخه له دې وړاندې هم پوځ سره په ګډه ځیني تمرينات ترسره کړي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان بورډ تازه د محمد عامر او عماد وسيم په ګډون د ۲۹ تنو هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې په دې تمرينات کمپ کې به ګډون کوي.
محمد عامر او عماد وسيم دواړو له نړیوالو لوبو مخه ښه کړې وه، خو د پاکستاني بورډ په غوښتنه یې خپلې پرېکړې بېرته اخيستي، څو د نړیوال جام لپاره د لوبډلې برخه وګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانۍ لوبډلې تېر نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون له ډېری لوبډلو سختې ماتې خوړلې وې.


