دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا پاکستاني پوځيانو تر بريدونو وروسته په کابل کې د ياد هېواد...

ا،ا پاکستاني پوځيانو تر بريدونو وروسته په کابل کې د ياد هېواد شارژدافير احضار کړ

ويب ډیسک

اسلامي امارت په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د پاکستاني پوځيانو تر بريدونو وروسته په کابل کې د ياد هېواد شارژدافير احضار کړ او خپل احتجاجليک يې ورته وسپاره.

د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت نن دوشنبه د کب ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې ياد بريد چې په پایله کې يې ښځینه او ماشومان شهیدان شول، غندلی دی.

خبرپاڼه کې د پاکستان له نوي ملکي حکومت او ولس غوښتنه شوې چې پرېنږدي، ځینې کړۍ په غیرمسؤولانه کړنو او غلطو پالیسیو د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې پېچلې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، اسلامي امارت د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري او په خپله خاوره تېري په هېڅ ډول نه شي زغملی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه