ويب ډیسک
د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په درشل کې د جمهوري نظام يو شمېر نظاميانو د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په يو پرانيستي ليک کې ويلي، يوازې د ملګرو ملتونو پرېکنده او عملي تصاميم کولای شي، چې د افغانستان اوږده کشاله حل کړي.
دغه ليک چې د سلواغې مياشتې په ۲۵مه، د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، د جمهوري نظام پخوانيو نظاميانو په کې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوحې ناسته کې دې جدي او مسؤلانه چلند وکړي.
د افغانستان ملي او دفاعي نظاميانو د څلور ماده لرونکي غوښتنليک په وړاندې کولو سره د دوحې ناستې ټولو ګډونوالو، لوريو او ت.البانو نه غوښتنه کړې، چې له دې فرصت (د دوحې ناستې) نه په ګټې اخيستو ټول په يوه واحد غږ خبرې اترې وکړي.
د دغه پرانيستي لیک په يوه برخه کې راغلي، چې نړۍ بايد افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې پر وړاندې جدي پاملرنه وکړي او که نه د ترهګرۍ لمن به يوازې افغانستان کې محدوده پاتې نه شي.
په ليک کې يادونه شوې، چې د افغانستان روان کړکېچ سياسي حللاره لري او که دا بهیر پايله ورنه کړي، نو دوی به تصميم ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې پخوانيو افغان نظاميانو له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو آدرسونو ته ليکونه استولي دي.
تمه ده، چې د افغانستان په اړه د دوحې ناسته د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د روانې زېږديز مياشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه قطر کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې ت.البانو په دې ناسته کې لا هم د خپل ګډون په اړه دريځ نه دی روښانه کړی.


