سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ماتې له ۳۵ کاله پوره شول.

د پخواني شوروي اتحاد لښکرو د ماتې له ۳۵ کاله پوره شول.

‏ویب ډیسک

پخوانی شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ لمریز کال د سلواغې میاشتې پر۲۶مه له سل زره کسیز پوځ سره د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان یرغل وکړ.

یو شمېر نظامي شننونکي په‌دې اند دي چې افغانانو په خورا کمو امکاناتو او بې شمېره قربانیو د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو ته ماتې ورکړه.

د شنونکو په وینا؛ پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل، د امریکا د متحده ایالاتو او پخواني شوروي اتحاد تر منځ په سیمه کې د سټراټېژیکو سیمو خپلولو او لاندې کولو پر سر د دوی د خپلمنځي سیمه‌ییزو او نړۍوالو سیالیو یوه برخه وه؛ خو د نړۍوالو قوانینو خلاف د شوروي واکمنو یاده پوځي هڅه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، هوایي حریم، خپلواکۍ او قانون ته په ښکاره یو نه منونکی سپکاوی و چې پکې ښکېل سره پوځیان یې په کولو مرتکب شول.

که څه هم د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو وروسته خپل ټول جګړه‌ییز تجهیزات او وسائل خپلو افغان ملاتړو ځواکونو ته پرېښودل؛ خو دا جنګي تجهیزات د بېلابېلو ډلو تر منځ ووېشل شول چې وروسته په کورنۍ جګړې کې ډیری له منځه یوړل شول او ځینې بیا په پاکستان وپلورل شول.

د پخواني شوروي سرو لښکرو له ماتې وروسته د کابل کین اړخی حکومت له خپلې څو کلنې واکمنۍ وروسته د امریکا او پاکستان په ملاتړ د افغان مجاهدینو په لاس مات شو.

دا اوږده جګړه د میلیونونو افغانانو د مرګ ژوبلې، کډوالۍ، بې وزلۍ او څه باندې ۴۰ کلنې بې ثباتۍ یو مهم لامل بلل کېږي.

سرې لښکرې له نږدې لس کلنې جګړې وروسته په ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان ووتې او ماتې یې وخوړله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه