ويب ډیسک
د «افغانستان د بشري حقونو فعالانو» په نوم د بشري حقونو يو شمېر فعالانو د جامو د څرنګوالي له کبله د ښځو او نجونو خپلسرې نېونې ته په غبرګون کې له خلکو او په ځانګړي توګه له ديني عالمانو او قومي مشرانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر خلاف دې د طالبانو د «غير انساني اعمالو» د بنسټيز کېدو مخه ونيسي.
دې فعالانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د طالبانو «غير انساني او تاوتريخجنو» سياستونو او اقداماتو افغانستان له يوه پراخ او بې مخينې بشري ناورين سره مخ کړی دی.
د بشري حقونو د فعالانو په وينا، د هرې ورځې په تېرېدو د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو تاوتريخجن اعمال زياتېږي.
د بشري حقونو د فعالانو په اعلاميه کې راغلي چې ښځې، نجونې او له قومي او مذهبي ډلو سره تړلي افراد په هدفي توګه د طالبانو د تبعيضي چلندونو ښکار کېږي.
له راپورونو سره سم، طالبانو په دې وروستيو کې زياتره له هزاره او تاجيک قومونو سره تړلې نجونې او ښځې د جامو د پوښاک له کبله په خپلسرې توګه نيولې دي.
د افغانستان د بشري حقونو فعالانو همدا راز ويلي، چې د بشري حقونو د نړیوالو اسنادو پر اساس د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو «ظالمانه، محدودوونکي او تبعيضي» اعمال او چلندونه «د جنسيت له مخې ښکاره ستم، د بشريت پر خلاف جنايت او جنسيتي اپارتايډ دی او هيڅ ډول شرعي اساس نه لري».
د دې بنسټ په وينا، د طالبانو مشران او ورسره تړلي خلک د دې مجرمانه اعمالو د کولو له کبله د عدلي او قضايي تعقيب وړ دي.
د افغانستان د بشر حقونو فعالانو له خلکو او په ځانګړي توګه له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو څېرو څخه غوښتي چې د افغانستان له ښځو او نجونو سره د طالبانو د انساني کرامت سپکوونکي غیر انساني اعمال دې وغندي او د بنسټيز کېدو مخنيوی دې وکړي.
دې فعالانو د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په چارو کې د ځانګړي راپورچې په ګډون د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشر ضد جرايمو په اړه دې څېړنه وکړي او مستند دې کړي.
د افغانستان د بشر حقونو فعالانو د ملګرو ملتونو له امنيت شورا هم غوښتي چې د جنسيت او قوميت له مخې د جناياتو په ګډون دې بشر ضد جنايتونو ته چې «د طالبانو له لوري کېږي رسيدګي وکړي او نړیوالې جزايي محکمې ته دې راجع کړي».
دوی له نړیوالې جنايي محکمې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جنسيت، قومیت او مذهب پر اساس د جناياتو قضيې دې په بشپړه توګه وارزوي او د دې ډلې د مسوولينو جرم دې اعلان کړي.
دې فعالانو له هيوادونو هم غوښتي چې د طالبانو د رسميت پيژندنې او هغوی ته د مشروعيت له ورکولو دې ډډه وکړي.
دوی د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتي چې د دوحې د راتلونکې غونډې په ګډون دې د افغانستان په اړه په ټولو خبرو-اترو کې هغه ښځې شاملې کړي چې په ریښتیني توګه د افغانستان د ټولو قومي ډلو او مدني او سياسي اقشارو استازيتوب کوي.


