یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ا،ا پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد...

د ا،ا پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته رسیدلی

ويب ډیسک 

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د ملا شرین اخوند په مشرۍ د ا،ا،ا یو لس‌کسیز پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په موخه اسلام آباد ته ورسېد.

د راپورونو له مخې، د کندهار والي، ملا شرین اخوند د پلاوي په مشرۍ نن چهارشنبه د مرغومي ۱۳مه اسلام آباد ته رسېدلی او ټاکل شوې چې هلته به د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر اړیکو خبرې اترې وشي.

ویل کېږي، پاکستان ته د ا،ا،ا په دغه تللي پلاوي کې د دفاع وزارت او اطلاعاتو وزارت چارواکي شامل دي او هلته ښايي د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي، اصف دراني سره هم وویني او خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې ټاکل شوې دا دوه‌اړخیزه جلسه په اسلام آباد کې وشي.

پاکستان ته دا،ا د لوړپوړي پلاوي د سفر خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه