ډېوېډ وارنر د کرېکټ له یو ورځنیو لوبو استعفا ورکړه

0
98

ویب ډیسک

د آسټرالیا د کرېکټ‌ د ملي لوبډلې لوبغاړي، ډېوېډ وارنر له یو ورځنیو نړیوالو لوبو څخه د تقاعد اعلان وکړ.
د آسټرالیا دغه تجربه لرونکی لوبغاړی وايي، په هند کې د نړیوال جام له بریا وروسته دا د یو ورځنیو لوبو د پرېښودو لپاره مناسب وخت دی.

وارنر څرګنده کړه چې دا پریکړه به په سوداګریزو لیګونو کې د لوبې کولو فرصتونه رامینځته کړي.