ويب ډیسک
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وېدانت پټیل وایي، د زلمي خلیلزاد وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او د متحده ایالاتو د موقف استازولي نه کوي.
نوموړی وایي، د امریکا موقف یو داسې افغانستان لیدل دي چې له خپل ځان او ګاونډيانو سره په سوله کې وي، په خپلو پښو ولاړ وي او زیاتوي چې د افغانستان لپاره د امریکا پالیسي پر همدې هدف متمرکزه ده.
هغه زیاته کړې چې امریکا له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان سره نږدې ۱٫۹ میلیارده ډالر مرسته کړې او د افغانانو مرسته او اوسني بشري او اقتصادي کړکېچ ته رسېدنه یې لومړیتوب دی.
خلیلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي ؤ چې افغان سیاستوال دې بېرته افغانستان ته ستانه شي، پخپله دې مسؤلیت واخلي او امریکا یې بیا مرستې ته نه راځي.
#Afghanistan #USA


