ويب ډیسک
دوه کاله وړاندې په همدې ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه) کابل سقوط وکړ او طالبان يو ځل بيا واک ته ورسېدل.
ګڼ شمېر افغانان دغه ورځ د افغانستان لپاره توره ورځ بولي، خو طالب واکمنان يې بيا د فتحې ورځ ګڼي.
د جمهوریت په سقوط سره ډېر شمېر افغان کدرونه او عام وګړي د هېواد پرېښودو ته اړه شول او د راپورونو له مخې دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
ت.البانو په خپل راتګ سره د افغان نجونو پر منځنيو ښوونځيو، ښوونيزو مرکزونو او پوهنتونونو بنديز ولګوه او د افغانانو د ژوند پر بېلابېلو برخو يې محدوديتونه وضع کړل.
که څه هم ت.الب چارواکي، د خپلې واکمنۍ په دوه کلنۍ سره هېواد کې د بشپړ امنيت او اقتصادي ودې ادعا کوي، خو وخت نا وخت د هېواد بېلابېلو سيمو کې د نا امنيو په اړه راپورونه ورکول کېږي.
د ت.البانو د واکمنۍ د دوو کلونو په تېرېدو سره هېڅ يوه هېواد دې ته نه دی چمتو شوی، چې دوی په رسميت وپېژني.
افغان فعالين، نوموتې څېرې او سياستوال د روانې کشالې د حل يوازينۍ لاره د بينالافغاني معنی داره مذاکراتو پيل او د ټول ګډونه جوړښت رامنځته کېدل ګڼي.
#15august2021 #Afghanistan #ABN


