ويب ډیسک
جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د ښځو پر وړاندې د ت.البانو بندیزونه او د هېواد ناسم اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې اوسنی کړکېچن حالت به دوام ونکړي.
هغه له جاپانه غوښتي چې افغانستان کې د روغې جوړې د لارې نقشې په جوړولو کې دې راوړاندې شي.
ښاغلي ابدالي ویلي چې د اوسني وضعیت د دوام سره داسې احساس کېږي چې افغانستان له رڼا پرته یوه تیاره تونل کې روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ت.البانو د واکمنۍ دوه کالونو پوره کېدو سره هم پر افغان ښځو بندیزونو پایته نه دي رسېدلي او د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی.
#Afghanistan #Japan


