سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکوټه : د ګوزڼ ضد‌ کمپاين په مهال د وکسناتورو په ساتونکو...

کوټه : د ګوزڼ ضد‌ کمپاين په مهال د وکسناتورو په ساتونکو ډزې شوې لکبله دوه سرتېري ووژل شول

ويب ډیسک

د کوېټې نوی کلي په شاه عالم کلي سیمه کې د پولیو واکسین کوونکو پر یوه ټیم ډزې شوي چې له امله یې دوه ساتونکي پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو اداره وايي، بریدګر له سیمې تښتېدلي او په سیمه کې د پولیو واکسینو کمپاین هم بند شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې د پولیو واکسین کمپاین کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلی.

د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې یا فرد نه دی منلی.

د یاودنې وړ ده چې له دې وړاندې هم د مې میاشت په ۲۰مه نېټه مستونګ سیمه کې د پولیو پر کارکوونکو برید شوی ؤ چې یو پولیس په کې وژل شوی ؤ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه