ویب ډیسک
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وايي، پاکستاني ت.البانو (ټيټيپي) او نورو ترهګرو ډلو په ګاونډي هېواد کې پناه اخیستې او نویو وسلو ته لاسرسی لري چې دا د پاکستان ملي امنیت ته خطر دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونوله مخې، عاصم منیر په ښکاره د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې هلته د ټيټيپي غړو او نورو ترهګرو ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي چې دا د پاکستان پر ملي امنیت منفي تاثیر کوي.
له دې وړاندې هم د پاکستان پوځ ویلي ؤچې افغانستان کې د پاکستاني ت.البانو د آزاد فعالیت او خوندي پټنځایونو له امله اندېښمن دي.
د یاد هېواد دفاع وزیر خواجه آصف له ت.البانو ګیله کړې وه چې د ګاونډي حق نه ادا کوي او د پاکستان دښمن ته یې په خپله سیمه کې پناه ورکړې ده.
د ت.البانو ویاند پاکستان ورور هېواد بللی ؤ او د چارواکو د څرګندونو لامل یې سوء تفاهم ښودلی ؤ.
#Afghanistan #Pakistan


