ويب ډیسک
کاناډايي چارواکي وايي، چې د افغان کډوالو ۳۰۹ کسیزه ډله په يوې چارتر الوتکه کې د کاناډا کلګري ښار ته رسېدلې ده.
د کاناډا د کډوالو چارو وزير شان فريزر د دغه خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، چې دغه پرواز کې هغه کډوال شامل ؤ، چې تېرو کلونو کې يې د کاناډ له حکومت سره کار کوه او همداراز د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې یې فعالیت درلود.
د کاناډ حکومت له دې وړاندې هم افغان کډوالو ته د پناه ورکولو د پروسې د ګړنديتوب په اړه څرګندونې کړي او ويلي يې دي، چې د روان زېږديز کال تر پايه به کاناډا ته د افغان کډوالو شمېر ۴۰ زرو ته ورسوي.
د ت.البانو په بيا واکمنېدو سره ګڼ شمېر افغانانو د افغانستان ګاونډ هېوادونو په شمول اروپايي او امريکايي هېوادونو ته مخه کړه او دا لړۍ لا هم روانه ده.
#Canada #Afghanistan


